ماسکو۔21 دسمبر(اے پی پی) د روسيه كورونا وائرس رسپانس سېنټر وئيلي دي د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د كرونا وائرس 29 زره 350 نوي كېسونه رپورټ شوي چې ورسره د كورونا ځپليو مجموعي شمېره 28 لکه 77 زره 727 ته رسېدلې ۔ د چين خبري اژانس له مخې د رسپانس سېنټر چارواكو وئيلي دي د تېرو 24 ساعتو په مهال نور 493 كسان مړه شوي او …
روسيه كښې د كورونا وائرس 29 زره 350 نوې كېسونه رپورټ شول

مزید خبریں
ماسکو۔21 دسمبر(اے پی پی) د روسيه كورونا وائرس رسپانس سېنټر وئيلي دي د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د كرونا وائرس 29 زره 350 نوي كېسونه رپورټ شوي چې ورسره د كورونا ځپليو مجموعي شمېره 28 لکه 77 زره 727 ته رسېدلې ۔ د چين خبري اژانس له مخې د رسپانس سېنټر چارواكو وئيلي دي د تېرو 24 ساعتو په مهال نور 493 كسان مړه شوي او دې سره ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه د مړو شمېره 51 زره 351 ته رسېدلې ۔ د دې وائرس نه تر دې دمه 22 لکه 95 زره 362 وګړي ښه شوي هم دي۔ ګرد هېواد كښې تر دې دمه د 86.3 ملین وګړو د كرونا وائرس ټېسټونه شوي۔ بلخوا د روسيه د روغتيا وزارت چارواكو اولس ته د احتياطي تدبيرونو خپلولو غږ كړے










