ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس وباء څخه د 16 لکھ 30 زره نه زيات كسان مړه شوي

واشنګټن، پېرس، نوے ډيلے ، رېوډي جنېرو 15 دسمبر (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس وباء څخه د 16 لکھ 30 زره نه زيات كسان مړه شوي او په بېلا بېلو هېوادونو كښې د وائرس ځپليو شمېره 7 كروړه 32 نه نه اوړېدلې۔ د نهې په ورځ د امريكې ميډيا له مخې د ګردې نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې د وائرس د مصدقه رنځورانو شمېره 73262615 ته رسېدلې او په وائرس ځپلو هېوادونو كښې تر اوسه16 لكه 30 زره 109 كسان مړه شوي۔ ګرده نړۍ كښې د كرونا د فعاله كېسونو شمېره 20227315 ده٬ د كرونا وائرس وباء څخه امريكا د ټولو نه زياته ځپلے هېواد دے او برازيل د كرونا وائرس څخه د مړو شمېرې په لحاظ سره دوېم او د رنځورانو په لحاظ سره درېم هېواد دے ٬ دغسې هند د كرونا رنځورانو په اعتبار سره درېم او د مړو كسانو د شمېرو په لحاظ سره هم درېم ځپلے شوے هېواد دے