مسجد نبوي ته ننوتونكو له نوے كارډ جاري كړے شو

مدینه منورھ ۔15دسمبر(اے پی پی) د مسجد نبوی شریف انتظامیې د مونځ ګزارو آسانۍ له داخله كارډ جاري كړے۔ د سبق وېب سائټ له مخې د دے نوي كارډ اجرا د حرمېن شريف انتظاميې مشر شېخ ډاكټر عبد الرحمن السدیس په لاس شوې ده۔ انتظاميې وئيلي دي د جمعې يا نورو مونځونو په مهال زيارت كوؤنكي او په خاص توګه د زيات عمر كسان ځينې وخت ضرورت ترسره كولو له مسجد نه بهر ځي كوم چې بېرته راتللو كښې ستونزو سره مخ كېږي۔ له دې كبله د دې كارډ اجرا سره به هغوي ته مسجد نبوي ته بېرته راتللو كښې آساني وي۔ د انتظاميې مشر ډاکټر عبد الرحمن السدېس د كارډ اجرا يو غوره ګام ګرځولے دے۔