سعودی عرب كښې د كورونا وائرس كيسونه كم شول

ریاض 14دسمبر (اے پی پی) د سعودي د روغتيا وزارت وئيلي دي د تيرو 24 ساعتو په مهال 202 كسان د كورونا وائرس له امله ښه شوي او دې سره د دې رنځ له امله د ښه شوو كسانو مجموعی شميره 3 لكهه 50 زره 549 ته رسيدلې۔ د سعودی عرب بيلو ښارونو كښې دا مهال 3 زره 291 كسانو كښې د كورونا وائرس ایكټیو كيسونه موجود دي چې پكښې د 499 كسانو حالت اندېښمن دے كوم چې په انتهائی نګهداشت یونټ كښې ساتلے شوي۔ د سعودی د روغتيا وزارت وئيلي دي دا شرح د تيرې مياشتې په مقابل كښې كمه ده