امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره درې لكهه 6 زره څخه زياته شوه

واشنګټن 14 دسمبر (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس وباﺀ له امله د ځپليو كسانو شميره يو كروړ 67 لكهه 37 زره ته رسيدلې دغسې هېواد كښې د دې وائرس له امله د مړو شميره درې لكهه 6 زره څخه زياته شوې۔د ګل په ورځ د امریكې ميډيا له مخې نیویارك كښې د كورونا له امله تر اوسه 35198، كیلیفورنیا كښې 21032، فلوریډا كښې 19865 او ټیكساس كښې24501 كسان مړه شوي ۔ د امریكې د روغتيا محكمې له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعی شميره 16737267 ده دغسې د فعاله ځپليو شميره 6706369 ده۔ امریكا كښې د وائرس له امله د مړو او فعاله كیسونو شميره پرله پسې زياتيږي۔ امریكا كښې د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي 9724439 كسان ښه شوي۔ټوله نړۍ كښې امریكا د كورونا وائرس وباﺀ له امله تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے۔ امریكا كښې د كورونا وائرس له امله اوسه په مجموعی توګه د مړو شميره د كوم هم هېواد څخه زياته ده۔ يو كروړ67 لكهه ځپليو سره امریكا دا مهال نړۍ كښې د وباﺀ تر ټولو لوي مركز دے۔ امریكا كښې د كورونا وائرس وباﺀ له امله تر اوسه 306459 كسان مړه شوي۔امریكا كښې د كورونا وائرس وړومببنے كیس سږ كال په 22 جنوری رامخې ته شوے ؤ۔دا خبره دې ياده وي ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 16لكهه 19 زره څخه زياته دشوې