اسرائيلي چارواكو د دوه اونيو په مهال د فلسطينيانو 52 املاكو ته زيان ورسولو۔ ملګري ملتونه

مقبوضہ بیت المقدس۔13دسمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو له مخې اسرائيلي چارواكو د دوه اونيو په مهال د فلسطينيانو 52 املاكو ته زيان رسولے دے۔ د عرب ابلاغ ذريعو له مخې د ملګرو ملتونو لخوا جاري كړې شوي يو راپور كښې وئيلي شوي دي چې د اسرائيلي چارواكو لخوا غرب اردن او القدس كښې د فلسطينيانو 52 كورونه او نور املاك ويجاړ كړې شوي دي۔ رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې ددې املاك ويجاړ كېدو سره 67 فلسيطيني وګړي نېغ په نېغه بې كوره شوي دي او 860 فلسطینی وګړي په بالواسطه توګه ځپلې شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو لخوا په روانو بيانونو او رپورټونو كښې وئيلي شوي دي چې اسرائيلي رياست د فلسطيني وګړو د كورونو ويجاړولو كارروائۍ تندې كړې دي بلخوا فلسطيني وګړو ته د كورونو جوړولو په اجازه وركولو بندېز لګولے شوے دے