عمان كښې د كورونا وائرس ځپليو مجموعي شمېره 1 لك 26 زره 240 نه زياته شوه

مسقط۔ 13دسمبر(اے پی پی) عمان كښې تېره ورځ د كورونا وائرس 571 نور كېسونه رپورټ شول چې ورسره ګرد هېواد كښې د كورونا ځپليو مجموعي شمېره 1 لک 26 زره 240 نه زياته شوه۔ ددې وبائي مرض د لاسه نور 8 كسان هم مړه شوي دي۔ د عرب ابلاغ ذريعو له مخې د عمان د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې د ګردې نړۍ په ډول خليجي هېوادونو كښې هم د كورونا دويمه چپه روانه ده او كورونا وائرس كېسونو كښې پرله پسې زياتوالې كېږي۔ عمان كښې تر دې دمه په مجموعي توګه ددې وبا د لاسه 1 زر 4 سوه 71 كسان مړه شوي دي۔ د روغتيا وزارت چارواكو وګړو ته اپيل كړې چې هغوي دې د كورونا وائرس مخنيوي له احتياطي تدبيرونه خپل كړي۔ عمان كښې ددې وباﺀ نه تر دې دمه 1 لک 18 زره 48 كسان ښه شوي هم دي