سوئيلي افريقا كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 8 لكه 52 زره 965 نه زياته شوه

کېپ ټاون 13دسمبر (اے پی پی) سوئيلي افريقا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 7زره 8سوه82 كېسونه رامخې ته شوي دي چې ورسره ګرد هېواد كښې د كورونا ځپليو شمېره 8 لکھ 52 زره 965 نه زياته شوې ده۔ د چين د ابلاغ ذريعو وېنا له مخې د سوئيلي افريقا د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي چې هېواد كښی د نورو 154 رنځوران مړ كېدو سره هېواد كښې د دې وباﺀ د لاسه د مړو مجموعي شمېره 23 زره 106 ته رسېدلې ده۔ د چارواكو وېنا ده چې ددې رنځ نه تر دې دمه ګرد هېواد كښې په مجموعي توګه 7لکھ 60زره 118 كسان ښه شوې هم دي۔