برازيل كښې د كورونا وائرس د لاسه د مړو شمېره 1 لك 81 زره 43 ته ورسېده

ریوډی جنیرو۔13 دسمبر (اے پی پی)برازيل كښې د كورونا وائرس د لاسه په تېرو 24 ساعتونو كښې د نورو 686 كسانو مړ كېدو سره ګرد هېواد كښې د مړو شمېره 1 لك 81 زره 43 ته رسېدلې ده۔ د برازيل د ابلاغ ذريعو له مخې د روغتيا وزارت چارواكو ميډيا ته وئيلي چې ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو مجموعي شمېره 68 لكه 80 ورع 595 نه زياته شوې ده۔ د چارواكو وېنا ده چې په روانه مياشت كښې د هېواد په 9 رياستونو كښې د كورونا ځپليو شمېره زياته شوې ده او د هېواد تر ټولو زيات ځپلي رياست ساؤ پالو كښې د كورونا د لاسه 43971 او ريو ډي جنيرو كښې 23718 كسان مړه شوي دي۔ برازيل د امريكا او هند نه پس د كورونا وائرس زيات ځپلې د نړۍ درېم هېواد دے