فجي جزيره كښې د 5.3 شدت زلزلې جړقونه

سووا۔13دسمبر (اے پی پی) فجي جزيره كښې د 5.3 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د امريكائي جيالوجيكل سروے حوالې سره وئيلي چې په رېكټر سكېل ددې زلزلې شدت 5.3 ریکارډ كړے شوے دے۔ د زلزلې مركز د زمكې سطحې نه 10 كلوميټره ژوره كښې وو۔ بلخوا تر دې دمه د زلزلې په نتيجه كښې د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع ترلاسه شوې نه ده۔