نړۍ كښې په كورونا كښې د مړو كسانو شمېره د 15 لكه 50 زره نه زياته شوې

واشنګټن/رېوډي جنېرو/نوے ډيلے/پېرس 08 دسمبر(اے پي پي) په ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو كسانو شمېره 15 لكه 50 زره نه زياته شوې ده۔ په بېلا بېلو هېوادونو كښې د مرګوني وائرس ځپليو كسانو شمېره د 6 كروړه 78 لكه نه اوړېدلې ده۔ د امريكې ميډيا له مخې په بېلا بېلو هېوادونو كښې د كورونا د مصدقه كېسونو شمېره 67938995 ته رسېدلې ده او د وائرس څخه په بېلا بېلو هېوادونو كښې د مړو كسانو شمېره 15 لكه 50 زره 263 ته رسېدلې ده۔ ګرده نړۍ كښې د كورونا وائرس د فعاله كېسونو شمېره يو كروړ 93 لكه 65 زره 157 ده۔ د كرونا وائرس وباء څخه تر ټولو زياته امريكې ځپلې شوې ده۔ برازيل د کورونا وائرس څخه د مړو كسانو د شمېرې په لحاظ سره دوېم د رنځورانو په لحاظ سره درېم هېواد دے او هند د كرونا وائرس د رنځورانو په اعتبار سره دوېم او د مړٶ كسانو د شمېر په اعتبار سره درېم ځپلې هېواد دے