ریوډی جنیرو 07 دسمبر (اے پی پی) د لاطینی امریكې په هېواد برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپل شويو كسانو شميره د 66 لكه څخه زياته شوې دغسې په هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه د يو لك 76 زره 9 سوو څخه زيات كسان مړه شوي دي۔ د امریكائي ميډيا له مخې په برازیل كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس …
په برازیل كښې د كورونا وائرس له امله نور 313 كسان مړه شوي، د مړو شميره د يو لك 76 زره 9 سوو څخه زياته شوې

مزید خبریں
ریوډی جنیرو 07 دسمبر (اے پی پی) د لاطینی امریكې په هېواد برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپل شويو كسانو شميره د 66 لكه څخه زياته شوې دغسې په هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه د يو لك 76 زره 9 سوو څخه زيات كسان مړه شوي دي۔ د امریكائي ميډيا له مخې په برازیل كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 26363 نوي كيسونه رامخې ته شوي او دې سره د مصدقه رنځورانو شميره 6603540 ته رسيدلې۔ په برازیل كښې دا مهال د كورونا وائرس 650396 فعاله رنځوران دي۔ د برازیل د روغتيا وزارت شميرو له مخې په هېواد كښې تيرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس له امله نور 313 كسان مړه شوي دي۔ د چارواكو له مخې په هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 176962 ده۔ برازیل كښې تر اوسه 5776182 څخه زيات كورونا رنځوران ښه شوي دي۔ په برازیل د كورونا وائرس رنځورانو اعتبار سره د نړۍ دريم دغسې د مړو په اړه دويم تر ټولو زيات ځپلې شوے هېواد دے۔ چارواكو ووئيل هېواد كښې كورونا وائرس له امله ځپلې شوي كسانو شميره پرله پسې زياتيږي۔(










