په هند كښې د كورونا وائرس په نتيجه كښې د يو لكه 40 زرو څخه زيات كسان مړه شوي دي

نوې ډيلې 07 دسمبر (اے پی پی) په هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره د 96 لكه 76 زره څخه زياته شوې۔ د هند ميډيا له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس 36011 نوي كيسونه رپورټ شوي دي۔ چارواكو ووئيل چې په دې مهال هېواد كښې د كورونا وائرس له امله نور 482 كسان مړه شوي دي۔ د كورونا وائرس رنځورانو اعتبار …

نوې ډيلې 07 دسمبر (اے پی پی) په هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره د 96 لكه 76 زره څخه زياته شوې۔ د هند ميډيا له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس 36011 نوي كيسونه رپورټ شوي دي۔ چارواكو ووئيل چې په دې مهال هېواد كښې د كورونا وائرس له امله نور 482 كسان مړه شوي دي۔ د كورونا وائرس رنځورانو اعتبار سره هند د نړۍ دويم تر ټولو زيات ځپل شوے هېواد دے، په هېواد په بيلو ریاستونو كښې د كورونا وائرس له امله ځپل شويو كسانو شميره زياتيدو سره 9676801 ته رسيدلې دغسې د هند د روغتيا وزارت شميرې له مخې هېواد كښې كورونا وائرس فعاله كيسونو شميره 398040 ده۔ د سركاری شميرو له مخې هند كښې په مجموعی توګه د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي9138171 كسان ښه شوي دي۔ په هند كښې د كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلې شوي ریاست مهاراشټر دے۔

مزید خبریں