لبنان، د کورونا وائرس له امله په اولسي غونډو بنديز كښې تر مارچ 2021 د پراختيا پريكړه

بیروت 04 دسمبر (اے پی پی) د لبنان هائر ډیفنس کونسل د کورونا وائرس مخنيوي او اولسي غونډو د بنديز اقدامات كښې راروان كال تر مارچ 2021 د پراختيا پريكړه كړې ده۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې كونسل وئيلي ؤ د روغتيا وزارت د اړخه د ویکسین اخستلو لپاره وركړې شوي خواست له مخې فنډ تيار دے او کونسل سره د ميټنګ په مهال د لبنان صدر مشیل …

بیروت 04 دسمبر (اے پی پی) د لبنان هائر ډیفنس کونسل د کورونا وائرس مخنيوي او اولسي غونډو د بنديز اقدامات كښې راروان كال تر مارچ 2021 د پراختيا پريكړه كړې ده۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې كونسل وئيلي ؤ د روغتيا وزارت د اړخه د ویکسین اخستلو لپاره وركړې شوي خواست له مخې فنډ تيار دے او کونسل سره د ميټنګ په مهال د لبنان صدر مشیل آؤن ووئيل موجودہ حالات كښې نګران حکومت فرائض ډھانچه كښې پراختيا ته اړتيا ده تر څو چې راروان حكومت نه وي جوړ شوې تر هغې به د هېواد او وګړو حاجت پوره كولې شي ۔ د لبنان نګران وزیراعظم حسن دیب ووئيل 14 نومبر نه تر 29 نومبر ټول هېواد كښې دوه اوونو لپاره د لان ډاؤن اقدامات سره په کورونا وائرس قابو موندلو كښې مرسته شوې وه او په ښكاره ډول ځپليو کیسونو شميره كښې كمې راغلې ؤ دغسې په روغتونونو هم دباؤ كم شوې ؤ۔ د روغتيا وزارت ووئيل کورونا وائرس له امله ځپلې شوي 1،520 نويو كيسونو سره د ځپليو مجموعی شميره 132،776 ته رسيدلې دغسې 12 نور كسان مړه شوي چې ورسره د مړو شميره 1،067 ته رسيدلې ده۔

مزید خبریں