کابل 05 مارچ (اے پی پی) د افغانستان امنيتي ځواكونو د هېواد په بيلو برخو كښې د کارروائیو په مهال د 61 عسکریت خوښو د وژلو ادعا كړي ، باګرام سره نزدې د امريكې ډرون الوتكه رانسكوره شوي، لغمان كښې د پوځي عملياتو په مهال د 9 كمانډرانو پشمول 18 طالبان وژلې شوي۔ کابل كښې د افغانستان د دفاع وزارت لخوا جاري شوې بيان كښې وئيلي شوي د تيرو 24 …
د افغانستان امنيتي ځواكونو د هېواد په بيلو برخو كښې د کارروائیو په مهال د 61 عسکریت خوښو د وژلو ادعا كړي

مزید خبریں
کابل 05 مارچ (اے پی پی) د افغانستان امنيتي ځواكونو د هېواد په بيلو برخو كښې د کارروائیو په مهال د 61 عسکریت خوښو د وژلو ادعا كړي ، باګرام سره نزدې د امريكې ډرون الوتكه رانسكوره شوي، لغمان كښې د پوځي عملياتو په مهال د 9 كمانډرانو پشمول 18 طالبان وژلې شوي۔ کابل كښې د افغانستان د دفاع وزارت لخوا جاري شوې بيان كښې وئيلي شوي د تيرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په بيلو برخو كښې امنيتي ځواكونو د كاروائې په مهال 61 عسكريت خوښې مړه او 35 ژوبل شوي۔ دا ارروائی ننګرهار،کپیسه،ارزګان،قندهار،فرح ،زابل،غزنی ،هرات،تخار،بغلان او هلمند كښې شوي۔ په دې مهال په لويه توګه وسله هم ترلاسه شوي۔ د کابل باګرام سيمې سره نزدې د امريكې ډرون الوتكه رانسكوره شوي۔ په افغانستان كښې تعینات د ناټو مشن د دې پېښې تصدیق کړې دے۔ لغمان كښې پھ پوځي عملياتو كښې د 9 کمانډرانو پشمول 18 طالبان وژلې شوي۔ د افغان چارواكو له مخې پوځي کارروائی علی شنګ ضلع كښې شوي ۔ د طالبان د اړخه تر اوةسه په دې اړه كوم بيان نه دې رامخې ته شوے











