متحده عرب امارات ٬ د غېر ملكي بنديوانو د خوشې كولو امر

ابو ظهبی ۔28 نومبر(اے پی پی) د متحدہ عرب امارات نائب صدر شېخ محمد بن راشد آل مكتوم د دبۍ رياست حكمران په حېث د اماراتو د 48مې قومي ورځې په موقعه د بېلو هېوادونو د 472 بنديوانو د خوشې كولو امر جاري كړے۔ د الامارات الیوم له مخې د دبئی پبلک پراسیکیوټر حسام الحمیدان ووئيل چې بنديوان به د خوشې كېدو نه وروستو د ټولنې برخه جوړ شي او …

ابو ظهبی ۔28 نومبر(اے پی پی) د متحدہ عرب امارات نائب صدر شېخ محمد بن راشد آل مكتوم د دبۍ رياست حكمران په حېث د اماراتو د 48مې قومي ورځې په موقعه د بېلو هېوادونو د 472 بنديوانو د خوشې كولو امر جاري كړے۔ د الامارات الیوم له مخې د دبئی پبلک پراسیکیوټر حسام الحمیدان ووئيل چې بنديوان به د خوشې كېدو نه وروستو د ټولنې برخه جوړ شي او د عام وګړو په رنګ به ژوند كول پېل كړي۔ د ټولنې ګټور وګړي جوړولو له زندان كښې ددوئي تربيه كولې شي۔ هغه ووئيل د دوئي خوشې كول د روادارۍ په اصولو شوي دي۔ د ام القیوین حاکم شېخ سعود المعلا د قومي ورځې په مهال د يو شمېر بنديوانو د خوشې كولو امر جاري كړې دغسې چې دا بنديوان خپلو كورنيو او نورو عزيزانو ملګرو سره د قومي ورځې خوشحالۍ ولمانځلې شي

مزید خبریں