د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ جو بائیډن ته د اقتدار منتقل كولو عمل پيل كولو ته راضي شوے ،اړوندو ادارو ته د ضروری اقداماتو سپارښتنه

واشنګټن 24 نومبر (اے پی پی) د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ نوي ټاكلي صدر جو بائیډن ته د اقتدار منتقل كولو باضابطه عمل پيل كولو ته راضي شوے ، د برتانيې نشریاتی ادارې رپورټ له مخې ټرمپ وئيلي دي ما يوې مهمې وفاقی ایجنسۍ ته ضروری اقدامات لپاره سپارښتنه كړې خو دې سره هغه د انتخابی نتيجو په ضد مزاحمت روان ساتلو له د عزم پخلے هم كړے۔ د امریكې …

واشنګټن 24 نومبر (اے پی پی) د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ نوي ټاكلي صدر جو بائیډن ته د اقتدار منتقل كولو باضابطه عمل پيل كولو ته راضي شوے ، د برتانيې نشریاتی ادارې رپورټ له مخې ټرمپ وئيلي دي ما يوې مهمې وفاقی ایجنسۍ ته ضروری اقدامات لپاره سپارښتنه كړې خو دې سره هغه د انتخابی نتيجو په ضد مزاحمت روان ساتلو له د عزم پخلے هم كړے۔ د امریكې جنرل سروسز ایډمنسټریشن (جی ایس اے) ووئيل مونږ د بائیډن په ټاكنو كښې واضح كامیابی منلې ۔جی اېس اے ايوه داسې اداره كومه چې د نورو وفاقی ایجنسیو معاونت كوي او دې سره سره په باضابطه توګه د اقتدار منتقل كولو ذمه واري هم د دې ادارې ده۔ دې څخه وړاندې جو بائیډن د امريكې ریاست مشی ګن كښې هم په سركاری توګه كامياب ګرځولے شوے ۔ د صدر ټرمپ ټویټ په يوه داسې موقع رامخې ته شوې كله چې جی اېس اے د اړخه جو بائیډن كیمپ له دا خبر وركړے شوے چې اوس د اقتدار منتقل كولو عمل پيل كيږي

مزید خبریں