هند كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شوو شميره يو لكه 34 زره څخه زياته شوې

نوې ډيلې 24 نومبر (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شوو كسانو شميره يو لكه 34 زره څخه زياته شوې دغسې د ځپليو شميره91 لكهه 77 زره څخه زياته شوې۔ د نهې په ورځ د هند ميډيا له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال هېواد كښې د كورونا وائرس 44059 نوې كيسونه رپورټ شوي ۔ چارواكو ووئيل په دې مهال ټول هېواد كښې …

نوې ډيلې 24 نومبر (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شوو كسانو شميره يو لكه 34 زره څخه زياته شوې دغسې د ځپليو شميره91 لكهه 77 زره څخه زياته شوې۔ د نهې په ورځ د هند ميډيا له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال هېواد كښې د كورونا وائرس 44059 نوې كيسونه رپورټ شوي ۔ چارواكو ووئيل په دې مهال ټول هېواد كښې د كورونا وائرس له امله نور 511 كسان مړه شوي۔د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره هند د نړۍ په دويم لمبر تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے، د هېواد بيلو ریاستونو كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو مجموعی شميره 9177722 ده دغسې د هند د روغتيا وزارت شميرې له مخې ټول هېواد كښې د كورونا وائرس فعاله كيسونو شميره 439893 ده۔ د سركاری شميرې له مخې هند كښې په مجموعی توګه د كورونا وائرس له امله ځپلې 8603575 كسان ښه شوي۔ هند كښې د كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلے ریاست مهاراشټر دے ۔ ریاست مهاراشټر نه علاوه چې كوم نور ریاستونه د كورونا وائرس وباﺀ له امله زيات ځپلې شوي هغې كښې تامل ناډو، كرناټك، آندھرا پردیش او اتر پردیش شامل دي

مزید خبریں