امریكا كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره يو كروړ27 لكهه څخه زياته شوه

واشنګټن 24 نومبر (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس وباﺀ له امله د ځپليو كسانو شميره يو كروړ27 لكهه څخه زياته شوې دغسې ټول هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه 2 لكهه 63 زره 600 څخه زيات كسان مړه شوي۔ د نهې په ورځ د امريكې ميډيا له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د رنځورانو شميره 12777174 ته رسيدلې۔ د امريكې د روغتيا …

واشنګټن 24 نومبر (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس وباﺀ له امله د ځپليو كسانو شميره يو كروړ27 لكهه څخه زياته شوې دغسې ټول هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه 2 لكهه 63 زره 600 څخه زيات كسان مړه شوي۔ د نهې په ورځ د امريكې ميډيا له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د رنځورانو شميره 12777174 ته رسيدلې۔ د امريكې د روغتيا محكمې له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس فعاله ځپليو شميره 4964547 ده دغسې د دې وائرس له امله تر اوسه 263687 كسان مړه شوي۔ امریكا كښې د كورونا وائرس كیسونو شميره پرله پسې زياتېږي۔ چارواكو له مخې هېواد كښې تر اوسه د كورونا وائرس له امله ځپلې 7548940 كسان ښه شوي۔ دا خبره دې ياده وي ټوله نړۍ كښې امریكا د كورونا وائرس وباﺀ له امله تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے۔ امریكا كښې د كورونا وائرس وړومبنے كیس سږ كال په 22 جنوری رامخې ته شوے ؤ

مزید خبریں