سږ كال د نېټ ويئرز برآمدات 12.30 فيصده زيات شوي۔ پي بي اېس

اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) سږ كال د نېټ ويئرز برآمدات 12.30 فيصده زيات شوي۔ د پاكستان شماريات ډويژن (پي بي اېس) رپورټ له مخې د كال په وړومبنو شپږو مياشتو كښې د جولائي نه تر اكتوبر د برآمدات حجم 1.183 اربه ډالره زيات شوے۔ د ټيکسټائل څانګې پوهانو وئيلي دي د كرونا وباء باوجود د نېټ ويئرز په څانګه كښې برآمدات كښې اضافه خوشبينه ده ٬ دوي هيله څرګنده كړې چې دا زياتوالے به جاري وي