نړيواله ټولنه دې د افغانستان مرسته روانه وساتي. ملګري ملتونه

جنېوا 23 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې مشر فېپلو ګرانډي وئيلي دي نړيواله ټولنه دې د افغانستان مرسته روانه وساتي ګني افغانستان به د تباهې وړ نتيجو سره مخ شي. د افغانستان دورې كولو نه پس په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د لكونو په شمېر د افغان وګړو سباٶن د سولې د خبرو اترو نتيجو او د نړيوالې ټولنې لخوا د مرستې لوظ …

جنېوا 23 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې مشر فېپلو ګرانډي وئيلي دي نړيواله ټولنه دې د افغانستان مرسته روانه وساتي ګني افغانستان به د تباهې وړ نتيجو سره مخ شي. د افغانستان دورې كولو نه پس په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د لكونو په شمېر د افغان وګړو سباٶن د سولې د خبرو اترو نتيجو او د نړيوالې ټولنې لخوا د مرستې لوظ پوره كولو سره تعلق لري. ده ووئيل يوازې د روان كال په مهال په افغانستان كښې د تشدد پېښو له امله 30 زره وګړي په هېواد كښې دننه بې كوره شوي او نړيوالې مرستې ته ضرورت لري. د دې څخه وړاندې د تشدد په پېښو كښې 30 لكه افغانان بې كوره شوي او 90 لكه بې روزګاره شوي. ده ووئيل د سولې لوظنامه دې زر ترسره عملي كړې شي

مزید خبریں