روسيه غريب هېوادونو ته د كورونا واكسين وركولو ته تياره ده

ماسكو 22 نومبر (اے پی پی) د روسيې صدر ولادي مير پيوټن وئيلي دي چې د كورونا وبا نه پس په ټوله نړۍ كښې اقتصادي بحران دے، په غربت او بې روزګارې كښې اضافه شوې او دا نن د ټولې نړۍ د انسانانو په چېلنجونو كښې تر ټولو لوي چېلنج دے. د سعودي په مشرې كښې ورچوئل جي 20 كانفرنس ته په خپله وېنا كښې د روسيې صدر ووئيل چې روسيې د وبا زيان محدود كولو لپاره خپل 4.5 فيصده مجموعي قومي پېداوار بېل كړے. ده ووئيل چې هغه د واكسين په اړه د رياض د مشرانو د كانفرنس د پروژې ملاتړ كوي، د كورونا واكسين ټولو لپاره ضروري دي او روسيه غريب هېوادونو ته د كورونا واكسين وركولو ته تياره ده.