عمان۔18نومبر(اے پی پی) د اردن د روغتيا وزارت د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس د 6 زره 454 نوې كېسونو تصديق كړې دے چې ورسره ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو مجموعي شمېره 1 لك 55 زره 993 ته رسېدلې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د روغتيا وزارت زياته كړې چې د كورونا وائرس د لاسه د تېرو 24 ساعتونو په مهال نور …
اردن ٬ 24 ساعتونو كښې د كورونا وائرس 6 زره 454 كېسونه رپورټ شول

مزید خبریں
عمان۔18نومبر(اے پی پی) د اردن د روغتيا وزارت د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس د 6 زره 454 نوې كېسونو تصديق كړې دے چې ورسره ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو مجموعي شمېره 1 لك 55 زره 993 ته رسېدلې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د روغتيا وزارت زياته كړې چې د كورونا وائرس د لاسه د تېرو 24 ساعتونو په مهال نور 66 كسان مړه شوي دي چې ورسره ګرد هېواد كښې تر دې دمه 1،909 كسان مړه شوي دي۔ بلخوا ګرد هېواد كښې 90،267 كسان د دې وائرس نه ښه شوي دي۔ د روغتيا وزارت ته اولس ته په احتياطي تدبيرونو د عمل كولو خواست كړے دے










