ګرده نړۍ كښې هر كال نزدې 60 لكه كسان د تماكو څښلو په سوب مري ۔ د صحت نړيواله اداره

اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې هر كال نزدې 60 لكه كسان د تماكو څښلو په سوب مري چې پكښې 50 لكه كسان نېغه په نېغه تماكو څښي۔ د صحت نړيوالې ادارې له مخې ګرده نړۍ كښې د يوې دقيقي په مهال نزدې د يو كروړ سګرېټ خرڅېږي او د سګرېټ بلېدو سره 4 زره نزدې بېلا بېل كېميكلز خارجېږي٬ پرله پسې د تماكو كارونكې د …

اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې هر كال نزدې 60 لكه كسان د تماكو څښلو په سوب مري چې پكښې 50 لكه كسان نېغه په نېغه تماكو څښي۔ د صحت نړيوالې ادارې له مخې ګرده نړۍ كښې د يوې دقيقي په مهال نزدې د يو كروړ سګرېټ خرڅېږي او د سګرېټ بلېدو سره 4 زره نزدې بېلا بېل كېميكلز خارجېږي٬ پرله پسې د تماكو كارونكې د نيمې نه زيات كسان مري۔ ډبليو اېچ او دا اندېښنه څرګنده كړې كه د تماكو كارول هم دغسې روان وو نو تر كال 2030 به ګرده نړۍ كښې د تماكو په سبب د مړو كسانو شمېره تر 80 لكه ورسيږي ۔ د يادونې وړ ده د تماكو استعمالونكي نزدې د 80 فيصده كسانو تعلق د پسمانده سيمو يا غريبو هېوادونو سره دے۔ د صحت نړيوالې ادارې په نړيوالې ورورولۍ زور رواړے چې د تماكو كارولو كمي په اړه د جامع لائحې له مخې كوټلې اقدامات وكړئ دغسې په كلنه توګه د لكهونو په شمېره د قېمتي ځانونه بچ كړئ

مزید خبریں