د آسيان قيادت غونډه د زيارت په ورځ پېل كېږي

هنوئی۔ 10 نومبر(اے پی پی) د سوئيلي آسياﺀ هېوادونو تنظيم آسيان 37 مه غونډه سبا د زيارت په ورځ پېل كېږي۔ په دې لړ كښې د غېر رسمي ملاقاتونو لړۍ پېل شوې۔ د وېتنام خارجه وزير د دې غېر رسمي غونډې پرانسته كړې ۔ دا د مشرانو غونډه به د روانې اونۍ زيارت ورځې نه تر اتوار ورځې دوام لري۔ ورچوئل سمټ كښې د 10 غړو هېوادونو مشرانو په شمول …

هنوئی۔ 10 نومبر(اے پی پی) د سوئيلي آسياﺀ هېوادونو تنظيم آسيان 37 مه غونډه سبا د زيارت په ورځ پېل كېږي۔ په دې لړ كښې د غېر رسمي ملاقاتونو لړۍ پېل شوې۔ د وېتنام خارجه وزير د دې غېر رسمي غونډې پرانسته كړې ۔ دا د مشرانو غونډه به د روانې اونۍ زيارت ورځې نه تر اتوار ورځې دوام لري۔ ورچوئل سمټ كښې د 10 غړو هېوادونو مشرانو په شمول د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګوتیرش او د نړيوال مالياتي فنډ اېم ډي هم ګډون كوي۔ غونډه كښې د كورونا وائرس ستونزې مخنيوي او د بحيره جنوبي چين په صورتحال د خبرو اترو كېدو امكان دے۔

مزید خبریں