افغان امنيتي ځواكو قطبي افغانستان كښې نښته كښې د 30 عسكريت خوښو د وژلو ادعا كړې

کابل 01 مارچ (اے پی پی) افغان امنيتي ځواكو قطبي افغانستان كښې نښته كښې د 30 عسكريت خوښو د وژلو ادعا كړې۔ په ننګرهار كښې نامعلومو كسانو دوه قبائلي مشران وژلي دي او هم په دې ولايت كښې د امريكائي جاسوس الوتكې د بريد په نتيجه كښې د طالبانو كمانډر پشمول 5 تنه وژل شوي دي۔ د افغانستان ځائي ميديا ترمخه تېره ورځ د افغانستان قطبي صوبه فارياب كښې د …

کابل 01 مارچ (اے پی پی) افغان امنيتي ځواكو قطبي افغانستان كښې نښته كښې د 30 عسكريت خوښو د وژلو ادعا كړې۔ په ننګرهار كښې نامعلومو كسانو دوه قبائلي مشران وژلي دي او هم په دې ولايت كښې د امريكائي جاسوس الوتكې د بريد په نتيجه كښې د طالبانو كمانډر پشمول 5 تنه وژل شوي دي۔ د افغانستان ځائي ميديا ترمخه تېره ورځ د افغانستان قطبي صوبه فارياب كښې د امنيتي ځواك په يوه قافله طالبانو بريد وكړو۔ دې څخه وروستو د امنيتي ځواك او طالبانو ترمينځھ نښته پېل شوه چې په نتيجه كښې ئې 30 طالبان مړه او يو شمېر نور ژوبل شول۔ ننګرهار كښې نامعلومه كسانو دوه قبائلي لارښود په ډزو ويشتلو سره ووژل۔ تر دې دمه كوم تنظيم ددې پېښې ذمه واري په خپل سر اخستلې نه ده۔ لوئيديز افغانستان كښې د طالبانو په يو كمپاؤنډ د ځان مرګې بريد په نتيجه كښې يو شمېر كسان مړه او نور ژوبل شوي دي۔ د چارواكو ترمخه دوه ځان مرګې بريد كوؤنكو د ملا رسول ډلې كمپاونډ په نښه كړو۔ بلخوا ننګرهار كښې امريكائي جاسوس الوتكې په چپرهار سيمه كښې د طالبانو يو كمپاونډ په نښه كړې۔