د ملګرو ملتونو معاون مشن هلمند كښې په فضائي بريدونو كښې د عامو وګړو پھ وژنه اندېښنه ښكاره كړې

ملګري ملتونه 13 فروري (اے پي پي) افغانستان كښې د ملګرو ملتونو معاون مشن هلمند كښې په فضائي بريدونو كښې د عامو وګړو پھ وژنه اندېښنه ښكاره كړې ده۔د اطلاعات له مخې پھ دغه بريدونو كښې 25 وګړي وژلې شوي وو چې پكښې زياتره كوچنيان او مېرمنې شاملې دي۔د پرېس رېليز له مخې اتحادي عسكرو د فرورۍ په 9مه او لسمه نېټھ هلمند ولايت سنګينه ولسوالۍ كښې فضائي بريد كړې۔د …

ملګري ملتونه 13 فروري (اے پي پي) افغانستان كښې د ملګرو ملتونو معاون مشن هلمند كښې په فضائي بريدونو كښې د عامو وګړو پھ وژنه اندېښنه ښكاره كړې ده۔د اطلاعات له مخې پھ دغه بريدونو كښې 25 وګړي وژلې شوي وو چې پكښې زياتره كوچنيان او مېرمنې شاملې دي۔د پرېس رېليز له مخې اتحادي عسكرو د فرورۍ په 9مه او لسمه نېټھ هلمند ولايت سنګينه ولسوالۍ كښې فضائي بريد كړې۔د اطلاعات له مخې پھ دې كښې د حكومت مخالف عناصر په نښه كړې شوي۔دا خبره دې ياده وي د امريكې عسكرو يو وياند د دې خبرې تصديق كړی چې امريكې په سيمه كښې د طالبانو په ژالو چهاپې وهلې۔د دې خبر پلټنې روانې دي چې په فضائي كاروائۍ كښې عام وګړي په نښه كړې شوي كنه