واشنګټن 11 فروری (اے پی پی) افغانستان كښې تعینات د امریکې او نړيوالو عسكرو امریکائي کمانډر په روس د طالبانو مرستې كولو تور لګولو سره خبردارې وركړے چې ناټو ته په افغانستان كښې نورو عسكرو ته اړتيا ده۔ د امریکې جریدے وال سټریټ جرنل راپور له مخې تيره مياشت ټرمپ د افغان اولس مشر اشرف غنی سره په خبرو كښې وئيلي وو چې مونږ افغانستان ته د نورو عسكرو په …
افغانستان كښې نورو عسكرو ته اړتيا ده۔ د امریکې کمانډر

مزید خبریں
واشنګټن 11 فروری (اے پی پی) افغانستان كښې تعینات د امریکې او نړيوالو عسكرو امریکائي کمانډر په روس د طالبانو مرستې كولو تور لګولو سره خبردارې وركړے چې ناټو ته په افغانستان كښې نورو عسكرو ته اړتيا ده۔ د امریکې جریدے وال سټریټ جرنل راپور له مخې تيره مياشت ټرمپ د افغان اولس مشر اشرف غنی سره په خبرو كښې وئيلي وو چې مونږ افغانستان ته د نورو عسكرو په لېږلو غور کوو۔ د ټرمپ وياند شین سپائسر وئيلي د امريكې اولس مشر به افغانستان ته د نورو عسكرو لېږلو څخه وړاندې د دفاع وزير جیمز مېټِس سره مشورہ کوي۔ د ناټو پوځي اتحاد 13،300 عسكر په افغانستان كښې تعینات دي كوم چې د طالبانو او نورو عسکریت خوښو په ضد د افغان ځواك مرسته كوي۔











