پیرس 22 جون (اے پی پی) د كورونا وائرس له امله په زياتو ځپلو شوو اروپائي هيوادونو كښې په فرانس كښې د كورونا وائرس له امله نور 7 كسان مړه شوي چې ورسره هيواد كښې د مړو شميره 29640 ته رسيدلې ده ۔د ګل په ورځ د فرانس ميډيا له مخې د روغتيا وزارت چارواكو ووئيل هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو مجموعی شميره 160377 ده دغسې دا مهال د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي 9823 رنځوران بيلو روغتونونو كښې بستر دي۔ د روغتيا وزارت ووئيل تيره ورځ هيواد كښې د كورونا وائرس 284 نوې يكيسونه درج شوي كوم چې د دې څخه يوه ورځ وړاندې 641 وؤ۔ فرانس كښې د كورونا وائرس فعاله رنځورانو شميره 56365 ده۔ چارواكو ووئيل فرانس كښې د كورونا وائرس له امله په مړو شوو كښې 20 زره رنځوران په بيلو روغتونونو كښې مړه شوي دي