سعودی عرب هند له تر ټولو زيات تیل وركونكے هيواد دے

جده 21 مئی (اے پی پی) سعودی عرب هند له تيل وركونكے تر ټولو لوي هيواد دے۔ د سعودی خبررسنې ادارې له مخې د هند آئل ریفائنری ټوله نړۍ كښې خام تیل درآمد كولو كښې په دريم لمبر ده دغسې سعودی عرب هند له تیل وركونكے تر ټولو لوئې هيواد دے ۔ د هند كمپنیو اپریل كښې سعودی آرامكو او بيا ابوظهبی پټرولیم كمپنی ادنوك څخه خام تیل درآمد كړي۔هند اپریل كښې سعودی عرب څخه د ورځې 4.64 ميليونه بيرل تېل درآمد كړي، دا د مارچ په مقابل كښې 5 فیصده زيات وؤ۔