كابل 22 اپریل (اے پی پی) د افغانستان سر پل،لوګر او قندھار ولايتونو كښې په پوستو بريدونه او نښتو كښې 23 امنيتي اهلكار مړه او 31 عسكریت خوښې وژلې شوي دي ۔ د چین خبر رسنې ادارې د افغانستان ولايت وياند ذبیع الله امانی په اړه ووئيل تيره شپه د افغانستان د شمالی ولايت سرپل سرښار او سوزما قلعه اولسوالۍ او سنګچارك كښې طالبانو په امنيتي پوستو بريد وكړو چې په نتيجه كښې ئې 11 امنيتي اهلكار مړه او 19 ژوبل شوي ٬ د دې په ځوابي كارروائی كښې ګڼ طالبان وژلې شوي دغسې طالبانو سوزما قلع كښې يو عسكر نيولے دے۔ د افغانستان د پټرولیم او كان كنی وزارت ووئيل ختيز ولايت لوګر كښې عسكریت خوښو د تانبې په يو ایانك نومی درنګ امنيتي پوسته باندې بريد كښې 8 پولیس اهلكار مړه شوي ۔بلخوا د قندھار ولايت پولیس وياند جمال باركزئی وئيلې قندھار ژهری، سپن بولډك او میانشن اولسواليو كښې د طالبانو په امنيتي ځواكونو بريد شنډ كړې شوې خو په بريدونو كښې 4 پولیس افسران مړه او 7 ژوبل شوي دغسې پولیس په طالبانو ځوابي بريد كښې 31 طالبان وژلي او په دې مهال 20 ژوبل شوي هم دي۔