امریکې ته د 7 اسلامي هېوادونو وګړو په راتګ د بنديز په ضد احتجاج روان دے

نیویارك 30 جنوري(اے پي پي) د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا امريكې ته د 7 اسلامي هېوادونو وګړو امريكې ته په راتګ د بنديز په ضد په ټول هېواد كښې احتجاج روان دے ٬ د 16 امريكائي رياستونو اټارني جنرل د ډونلډ ټرمپ د اېګزېكټو آرډر په ضد د مقدمې كولو اعلان كړې او بلخوا د دوه امريكائي كمپنو لخوا خارجيانو ته د ملازمتونو وركولو او د هر ډول …

نیویارك 30 جنوري(اے پي پي) د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا امريكې ته د 7 اسلامي هېوادونو وګړو امريكې ته په راتګ د بنديز په ضد په ټول هېواد كښې احتجاج روان دے ٬ د 16 امريكائي رياستونو اټارني جنرل د ډونلډ ټرمپ د اېګزېكټو آرډر په ضد د مقدمې كولو اعلان كړې او بلخوا د دوه امريكائي كمپنو لخوا خارجيانو ته د ملازمتونو وركولو او د هر ډول مرستې اعلان شوې۔ د امريكې ميډيا له مخې د ډونلډ ټرمپ اېګزېكټو آرډر غېر ملكي وطن پرېښودونكو سره سره په پوله ايزو سيمو وظيفه ترسره كوٶنكي امنيتي اهلكار هم پرېشانۍ سره مخ كړي۔ د ډونلډ ټرمپ د دې اقدام د ھغه اتحاديانو هم مخالفت كړې٬ په زرګونو امريكائي وګړو پرله پسې په دوېمه ورځ هم د ځينيو رياستونو په هوائي مېدانونو جمع كېدو سره احتجاج كړې او د غېر ملكي وطن پرېښودونكو د هركلي د خپل عزم څرګندونه كړې۔ امريكا كښې د ژوند هرې څانګې سره تعلق لرونكو كسانو د ټرمپ اېګرېكټو آرډر د امريكې د اقدارو (دود دستور) په ضد ګرځولو سره وئيلي دي مونږ د خپل ضمير په غږ لېبك وئيلو سره د ټرمپ د دې اقدام په ضد احتجاج كوٶ۔ ځينو خلقو د غېر ملكيانو پحقله د ټرمپ اېګزېكټو آرډر انتها خوښۍ له يو ډالۍ ګرځولې۔ د 16 امريكائي رياستونو اټارني جنرلز لخوا په شريك بيان كښې دا آرډر غېر آئيني ٬ غېر قانوني او د امريكائي اقدارو په ضد ګرځول شوې۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې دا د مذهبي آزادۍ په بنيادي امريكائي اقدارو كښې يو دے او كوم هم اولس مشر دا نشي بدلولې۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې دا د كېلي فورنيا٬ پنسلوانيا ٬ اي نوائے ٬ نيو مېكسكيو٬ ميسا چيوسے د هوائي اډې پشمول د 16 رياستونو اټارني جنرلز به د ټرمپ اېګزېكټو آرډر په ضد په امريكائي عدالت كښې په مقدمه كښې په كېس كښې مرسته كوي