مصري ځواكونو په مېنځنې او شمالي سينا سيمه كښې د عملياتو په مهال 20 ترهګر وژلي دي

قاهره 29 جنوري (اے پي پي) مصري ځواكونو په مېنځنې او شمالي سينا سيمه كښې د عملياتو په مهال 20 ترهګر وژلي دي٬ په عملياتو كښې 7 ترهګر ژوبل شوي هم دي۔ د عرب مېډيا له مخې د مصر د پوځ وياند په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې په سينا كښې د ترهګرو په ضد عمليات شوي دي او په نتيجه كښې ئې 20 ترهګر مړه او 7 …

قاهره 29 جنوري (اے پي پي) مصري ځواكونو په مېنځنې او شمالي سينا سيمه كښې د عملياتو په مهال 20 ترهګر وژلي دي٬ په عملياتو كښې 7 ترهګر ژوبل شوي هم دي۔ د عرب مېډيا له مخې د مصر د پوځ وياند په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې په سينا كښې د ترهګرو په ضد عمليات شوي دي او په نتيجه كښې ئې 20 ترهګر مړه او 7 ژوبل شوي دي۔ وياند ووئيل چې په عملياتو كښې د دې ترهګرو 24 اډې٬ چاودېدونكي توكي او ګاډي هم تباه كړې شوي دي۔