آئي اېم اېف تيونس لپاره د 24 كروړه ډالرو د قرض منظوري وركړه

روم 28 جنوري (اے پي پي) نړيوال مالياتي فنډ ﴿آئي اېم اېف﴾ تيونس لپاره د 24 كروړه ډالرو د قرض منظوري وركړه۔ د مېډيا راپورونو له مخې په دې لړ كښې د اټاليا په پلازمينه روم كښې يوه لوظنامه لاسليك شوه۔ دا لوظنامه د آئي اېم اېف اعلٰي چارواكو او په اټاليا كښې د تيونس سفير لاسليك كره۔ د دې لوظنامې له مخې به په دې قرض د تيونس په …

روم 28 جنوري (اے پي پي) نړيوال مالياتي فنډ ﴿آئي اېم اېف﴾ تيونس لپاره د 24 كروړه ډالرو د قرض منظوري وركړه۔ د مېډيا راپورونو له مخې په دې لړ كښې د اټاليا په پلازمينه روم كښې يوه لوظنامه لاسليك شوه۔ دا لوظنامه د آئي اېم اېف اعلٰي چارواكو او په اټاليا كښې د تيونس سفير لاسليك كره۔ د دې لوظنامې له مخې به په دې قرض د تيونس په شمالي سليمانيه سيمه كښې د كركيلې ودې لپاره ګڼ شمېر پروژې پېل كولې شي چې په نتيجه كښې به ئې زرعي پېداوار زيات شي۔