د پاكستاني حكومت د محمد ياسين ملك د صحت په سخت خراب صورتحال د اندېښنې څرګندونه ٬ سياسي مشرتابه په نښه كولو سره د كشمير اولس غږ غلې كولو له هندي ګامونه د غندنې وړ دي۔ د ملګرو ٬ د بشري حقونو ادارو او نړيوالې ميډيا په شمول نړيواله ورورولي دې كشميري لارښودو سره د روانې غېر انساني رويې نوټس واخلي۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد ۔ 22 مارچ (اے پی پی) پاکستاني حکومت د آل پارټیز حریت کانفرنس ( اے پی اېچ سی) لارښود محمد یاسین ملک د صحت په سخت خراب صورتحال د اندېښنې څرګندونه كړې ده كوم چې په تهاړ زندان كښې بنديوان دے۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي پرېس ريليز كښې وئيلي شوي دي چې د كشميري لارښود محمد ياسين ملك لخوا د اپرېل اولنۍ نېټې څخه تر نامعلومه مودې د بھوك هړتال په اعلان كولو سخته اندېښنه ده۔ محمد یاسین ملک په 30 كاله پخواني يو كېس كښې د هندي پرېكړې په ضد بهوك هړتال كوؤنكې دې۔ بيان كښې وئيلي شوي دي چې سياسي مشرتابه په نښه كولو سره د كشمير اولس غږ غلې كولو له هندي ګامونه د غندنې وړ دي۔ د ملګرو ٬ د بشري حقونو ادارو او نړيوالې ميډيا په شمول نړيواله ورورولي دې كشميري لارښودو سره د روانې غېر انساني رويې نوټس واخلي۔ د بيان له مخې هند بايد ددې خبرې احساس وكړي چې د كشمير اولس غږ د دوئي په مشرتابه ظلمونه كولو سره غلې كېدې نه شي۔ د مقبوضه کشمیر د شخړې يو حل دې او هغه دا چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې دې كشميري اولس ته ددوئي د خپلواكۍ حق وركړې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ياسين ملك دا مهال ډېر زيات ناروغه دې دې د نړيوال كنونشنز له مخې طبي آسانيو ته سخته اړتيا لري۔ پرېس ريليز كښې دا هم وئيلې شوي دي چې د تاډا تور قانون ترسېوري لاندې د بي جے پي حكومت لخوا د كېس يو وارې بيا پرانستلو پرېكړه د غندنې وړ ده ولې هندي حكومت مقبوضه جموں وكشمير كښې د هند غېر قانوني قبضې حوالې سره په زندانونو كښې د بنديوان كشميري مشرتابه غږ غلې كول غواړي۔