اسلام آباد ۔ 21 مارچ (اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي هېواد كښې د ټېسټ ګټس كومه مسئله نشته۔ زمونږ يو شمېر ادارې كټس جوړوي كوم به چې ډېر زر ترلاسه شي۔ د وسائلو د كمي باوجود د نورو هېوادونو په مقابله كښې د پاكستان په ايئرپورټس د اسكريننګ چېكنګ ټينګ انتظامات شوي دي۔ پاکستان به ډېر زر د ويكسين تيارولو له ډله اعلان كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير نجي ټي وي چېنل پروګرام كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل ده ووئيل د حكومت په وخت ګامونه پورته كولو په نتيجه كښې پاكستان كښې صورتحال ښه دې۔ ده ووئيل د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا په مشرۍ كښې يو خصوصي كمېټي كومه كښې چې د انفېکشن ډیزیز پوهان شامل دي باقاعدګۍ سره د صورتحال جاج اخلي او دوئي به هېواد كښې د لاك ډاؤن په اړه پرېكړه كوي۔ده ووئيل وائرس څخه ځپليو هېوادونو څخه 2 ٬ 3 لكه كسان پاكستان ته راتلل غواړي۔ حکومت د اولس په ګټه كښې دوه اونيو له فلائټ آپرېشن معطل كړې دې دغسې چې هېواد كښې د وباﺀ خپرېدو مخنيوې وكړې شي۔ ده ووئيل پی سی اېس آئی آر په هنګامي بنيادونو خپل سینی ټائزرز جوړ كړي دي كوم به چې سبا څخه د يوټېلټي سټورز په شمول نور ځايونو كښې موجود وي