اسلام آباد ۔ 21 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي حكومت او اولس له په ګډه د كورونا مقابله كول دي۔ قومونه د ستونزو او مصيبتونو په مړانه مقابله كولو سره لوئې قامونه جوړېږي۔ پاكستاني قام د مسلط كړې شويو جنګونو ٬ سېلابونو او د ترهګرۍ مړانه او يو والي سره مقابله كړې ده۔ زه باور لرم چې پاكستانې قوم به ايمان ٬ يو موټې كېدو ٬ نظم وضبط او بشپړه يو والي سره د كورونا مقابله وكړي او دې ته به ماتې وركړي۔ پاكستانيان يو بهادر قوم دے او دا قوم ډېر څه كولې شي۔ د خالي په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائيټ فېس بك اولس سره د نېغ په نېغه رابطې په مهال د پوښتنو ځوابونه وركولو په مهال اولس مشر ووئيل وګړي بايد يو بل څخه په مناسب مسافت پاتې شي۔ دغسې د وبا په ورځو كښې لاسونه مخ له نه وړي۔ ده ووئيل دې وائرس څخه ځان ساتلو له او ددې محدود كولو له ورځ كښې څو څو وارې صابن سره د لاس وينځل ضروري دي۔ بې ضرورته دې څوك كورڅخه بهر لاړ نه شي۔ كه ضرورت لپاره بهر تلل وي نو بيا دې ماسك وكارولې شي۔ اولس مشر ووئيل سعودی عربستان، ایران ، عراق او د منځني ختيز په يو شمېر هېوادونو كښې جوماتونو كښی د فرض لمونځونو لړۍ ودرولې شوې ده۔ ده ووئيل زما د بېلو مكاتب فكر علماﺀ كرامو سره په دې اړه خبره شوې ده۔ د نبي كريم (ص) د يو حديث له مخې د رنځور او صحت مند ترمينځھ ملاوېدو څخه منع كړې شوې ده۔ ده ووئيل وبا نظر كښې نيولو سره ما د جمعې لمونځ كور كړې دې۔ ده ووئيل ما د جامع الازهر علماﺀ كرامو او د كعبې امام سره هم رابطه كړې ده دغسې چې موجوده صورتحال كښې ددوئي رائې ترلاسه كړې شي۔ د يو وګړي د پوښتنې په ځواب كښې اولس مشر ووئيل زمونږ روغتونونه او آسانۍ كافي نه دي۔ دا صورتحال نظر كښې نيولو سره حكومت خپل كردار ترسره كوي۔ ولې وګړي هم بايد خپلې ذمه وارۍ څخه خبر وي۔ اولس مشر ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې سياستدانانو خپل منځ كښې اختلاف يو اړخ ته كولو سره حكومت سره ددې وبا په ګډه مقابلې كولو له د خپل عزم څرګندونه كړې ده۔ دغسې د پاكستان ټي وي چېنلز او ميډيا هم د اولس خبرتيا په لړ كښې خپل مهم كردار ترسره كوي۔ اولس مشر ووئيل د دې وبا مخنيوي كښې ځوانان هم بشپره كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل حكومت او اولس له په ګډه د كورونا مقابله كول دي۔ قومونه د ستونزو او مصيبتونو په مړانه مقابله كولو سره لوئې قامونه جوړېږي۔ پاكستاني قام د مسلط كړې شويو جنګونو ٬ سېلابونو او د ترهګرۍ مړانه او يو والي سره مقابله كړې ده۔ زه باور لرم چې پاكستانې قوم به ايمان ٬ يو موټې كېدو ٬ نظم وضبط او بشپړه يو والي سره د كورونا مقابله وكړي او دې ته به ماتې وركړي۔ پاكستانيان يو بهادر قوم دے او دا قوم ډېر څه كولې شي۔ ده ووئيل ضرورت ددې خبرې دې چې د حكومت مرسته وكړې شي او هغه داسې چې وګړي دې په احتياطي تدبيرونو په فعاله ډول عمل وكړي۔ د وباﺀ په صورتحال كښې دې د نظم وضبط څرګندونه وكړي۔ ده ووئيل د قومي او صوبائي اسمبليو غړي دې هم دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې اولس مشر ووئيل د پاكستان وسله وال ځواكونه د كورونا په ضد جنګ كښې شامل دي۔ پرون زما د پوځ سرلښكر او نورو چارواكو سره خبره شوې وه۔ د لاك ډاؤن په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل کرفیو اولاک ډاون څخه روزانه مزدوري كوؤنكي سخت ځپلې كېدې شي۔ په موجوده صورتحال كښې به مخيرو حضراتو او وګړو له هغه ادارو سره مرسته كول وي كومې چې مزدورانو او مستحقينو سره مرسته كوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو مسئلو حل له پاكستاني سفارت او مشنز خپل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل افغانستان ته د څيزونو د رسنې لړۍ روانه ده