كابل 25 جنوري (اے پي پي) د المان څخه شړل شوي 26 افغان وګړي كابل ته رسېدلي دي۔ د المانې مېډيا له مخې د المان حكومت د دې كډوالو د پناه خواستونه رد كړي وو او هغوي تېره ورځ په زور افغانستان ته ولېږل شول۔ تېر كال په اكتوبر كښې د المان او افغانستان ترمېنځه د شوې يوې لوظنامې له مخې دا كډوال بېرته لېږل شوي دي۔ دا دوهمه ډله …
د المان څخه شړل شوي افغان وګړي كابل ته ورسېدل
كابل 25 جنوري (اے پي پي) د المان څخه شړل شوي 26 افغان وګړي كابل ته رسېدلي دي۔ د المانې مېډيا له مخې د المان حكومت د دې كډوالو د پناه خواستونه رد كړي وو او هغوي تېره ورځ په زور افغانستان ته ولېږل شول۔ تېر كال په اكتوبر كښې د المان او افغانستان ترمېنځه د شوې يوې لوظنامې له مخې دا كډوال بېرته لېږل شوي دي۔ دا دوهمه ډله ده چې د لوظنامې له مخې د المان نه ويستل شوې ده۔










