
اسلام آباد ۔ 9 مئی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن اولس كښې د تھېلسېميا رنځ څخه ځان ساتلو له د شعور بېدارولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د تعليم كمے ٬ د غېر محفوظه وينې وركولو او د روغتيا بنيادي اصولو په اړه د پوهې نه لرلو په سوب دا خطرناك رنځ خپرېږي۔ تعليمي ادارې ٬ استاذان او علماﺀ كرام اولس خبرولو له كردار ترسره كولې شي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د پاكستان بېت المال ترسېوري لاندې د تھېليسميا نړيوالې ورځې په مهال د شعور بېدارولو كمپائن ته خطاب كښې وكړه