5م پاكستان سپر ليګ كښې نن دوه مېچونه كېږي

اسلام آباد ۔ 21 فروری (اے پی پی) 5 م پاكستان سپر ليګ كښې نن د خالي په ورځ دوه مېچونه كېږي۔ اولنې مېچ به د دفاعي چېمپئن كوئټه ګلېډي اېټرز او پشاور زلمی او دوهم د اسلام آباد يونائيټډ او ملتان سلطانز ترمينځھ وي۔ د تفصیلات له مخې پاكستان سپر ليګ كښې د سختو مقابلو لړۍ كراچۍ كښې پېل شوې ده۔ د كرېكټ مينه وال سختو مقابلو كتلو څخه خوند پورته كوي۔ په ليګ كښې نن د خالي په ورځ دوه مېچونه كېږي۔ اولنې مېچ به د كوئټه ګلېډي اېټرز او پشاور زلمی او دوهم د اسلام آباد يونائيټډ او ملتان سلطانز ترمينځھ نېشنل سټېډيم كراچۍ كښې كېږي۔ د دفاعي چېمپئن كوئټه ګلېډي اېټرز مشري سرفراز احمد او د پشاور زلمي د وېسټ انډيز ډېرن سمي كوي۔ دويم مېچ به د اسلام آباد يونائيټډ او ملتان سلطان ترمينځھ د لاهور قذافي سټېډيم كښې كېږي۔ د اسلام آباد يونائيډډ مشري شاداب خان او د ملتان سلطانز شان مسعودي ته سپارلې شوې ده۔ د ليګ 6 لوبډلو كښې اسلام آباد یونائیټډ، کوئټه ګلېډی ایټرز، کراچی کنګز، لاهور قلندرز، پشاور زلمی او ملتان سلطانز شامل دې۔ ليګ كښې به د فائنل په شمول 34 مېچونه كولې شي۔ 14 مېچونه لاهور ٬ 9 كراچۍ ٬ 8 پنډۍ او 3 به ملتان كښې كولې شي۔ اېچ بی اېل پی اېس اېل فائیو كښې به د 10 لکھ امریکائي ډالرو انعامونه وېشلې شي۔ د ليګ فائنل مېچ به د مارچ په 22 مه نېټه قذافی سټېډیم لاهور كښې كولې شي