د سري لنكا د كركټ لوبډله به د راتلونكي كال په پېل كښې د هند دوره كوي

كولمبو 18 دسمبر (اے پي پي) د سري لنكا د كركټ بورډ راتلونكې كال د هند دورې لپاره د شېډول اعلان كړے۔ د بورډ اعلان له مخې د سري لنكا د كركټ لوبډله به د راتلونكي كال په پېل كښې د هند دوره كوي چرته به چې هغه د هند د كوربه لوبډلې په ضد د درې ټي ټونټي مېچونو سېريز كوي٬ د دواړو لوبډلو ترمېنځه وړومبې ټي ټونټي مېچ به د جنورې په 5مه نېټه په ګوهاټي كښې كېږي۔ د سېريز دوهم مېچ به د جنورې په 7مه نېټه او دريم او وروستې مېچ به د جنورې په 10مه نېټه كېږي