د انګلستان د كركټ لوبډله به راتلونكې كال د مارچ په مياشت كښې د سري لنكا دوره كوي

لندن 18 دسمبر (اے پي پي) د انګلستان د كركټ بورډ د سري لنكا دورې لپاره د شېډول اعلان كړے۔ د اعلان له مخې د انګلستان د كركټ لوبډله به راتلونكې كال د مارچ په مياشت كښې د سري لنكا دوره كوي چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د دوه ټېسټ مېچونو سېريز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز وړومبې مېچ به د مارچ په 19مه نېټه او دوهم ټېسټ مېچ به د مارچ په 27مه نېټه پېل كېږي۔ د ټېسټ سېريز نه وړاندې به د دواړو لوبډلو ترمېنځه دوه ټور مېچونه هم كېږي