د پاكستان او سري لنكا ترميځھ دوهم او وورستې ټېسټ مېچ نن پېل كېږي

اسلام آباد ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) د پاکستان او سری لنکا کرکټ لوبډلو ترمينځھ ددوه ټېسټ مېچونو سيريز دوهم او وروستې مېچ نن زيارت ورځې څخه نېشنل کرکټ سټیډیم، کراچۍ كښې پېل كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ دلته دې څخه وړاندې د كال 2009ﺀ فرورۍ مياشت كښې مېچ شوې وو كوم چې يو برابر پاتې شوې وو۔ د پاكستان لوبډلې كراچۍ كښې 41 ټېسټ مېچونه كړي دي كومو كښې چې ئې په 21 كښې بريا ترلاسه كړی۔ دې نه وړاندې د دوړو لوبډلو ترمينځھ د دوه ټېسټ مېچونو سيريز اولنې مېچ پنډۍ كښې شوې وو كوم چې د باران او كمې رڼا له امله د كومې نتيجې نه غېر ختم شوې وو۔ بلخوا د نېشنل کرکټ سټیډیم کراچۍ څلورو واړو اړخونو ته د امنيت فول پروف انتظامات شوي دي۔ دسري لنكا لوبډله به د دیمتھ کرونارتنے په مشرۍ كښې او پاكستانۍ لوبډله به د اظهر علی په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ د ټېسټ کرکټ په تاريخ كښې د پاكستان او سري لنكا ترمينځھ اولنې مېچ د كال 1982ء مارچ مياشت كښې كراچۍ كښې شوې وو۔ دغه مېچ كښې د پاكستان مشري جاوېد میانداد او د سری لنکن کرکټ لوبډلې مشري بندولاورناپورا كړې وه۔ پاكستان په دغه مېچ كښې 204 رنز سره كاميابي ترلاسه كړې وه۔