د امریکې اتحاد د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې هېڅ نه دې كړي ۔ روس

ماسکو 12 جنوری (اے پی پی) د روس د دفاع وزیر وئيلي دي د امریکې په مشرۍ كښې جوړ د داعش په ضد اتحاد سوريه كښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې څه ډول مثبت کردار ادا کولو په ځائ ، بحران او نښتو كښې شدت پیدا کړې دے۔ د روس د دفاع وزير سرګئی شویګو ماسکو كښې د اعلی كچ غونډې ته خطاب کښې ووئيل سوريه كښې د …

ماسکو 12 جنوری (اے پی پی) د روس د دفاع وزیر وئيلي دي د امریکې په مشرۍ كښې جوړ د داعش په ضد اتحاد سوريه كښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې څه ډول مثبت کردار ادا کولو په ځائ ، بحران او نښتو كښې شدت پیدا کړې دے۔ د روس د دفاع وزير سرګئی شویګو ماسکو كښې د اعلی كچ غونډې ته خطاب کښې ووئيل سوريه كښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مهم اهداف ترلاسه شوي۔ ده ووئيل د امریکې اتحاد د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د روس هيڅ مرسته نه ده كړې دغسې واشنګټن په دې اړه هم څه نه دي كړې۔ د روس دفاع وزير په ډاګه كړه چې د امریکې اتحاد لخوا په مرسته نه كولو روس په سوريه كښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بشپړه طاقت كارولې دے او خپلې بيړۍ ئې د سوريه پھ پوله تعنیات کړي۔