شكاګو11 جنوری (اے پی پی)د امريكې اولس مشر باراك اوباما وئېلي دي بدلون هله راځي كله چې عام وګړي د بدلون په بهير كښې شامل شي٬پاتې ژوند به د عام وګړي په حېث تېروم٬هيله ده چې كتاب وليكم۔ده دا خبره د مخه ښې خطاب كښې د امريكې اولس ته وكړه۔په خپل خطاب كښې ده د خپل اته كلنه دور كاميابو او ناكامو جاج واخست او د امريكې وګړو لپاره يې …
بدلون هله راځي كله چې وګړي د بدلون بهير كښې شامل شي٬پاتې ژوند به د عام وګړي په حېث تېروم
شكاګو11 جنوری (اے پی پی)د امريكې اولس مشر باراك اوباما وئېلي دي بدلون هله راځي كله چې عام وګړي د بدلون په بهير كښې شامل شي٬پاتې ژوند به د عام وګړي په حېث تېروم٬هيله ده چې كتاب وليكم۔ده دا خبره د مخه ښې خطاب كښې د امريكې اولس ته وكړه۔په خپل خطاب كښې ده د خپل اته كلنه دور كاميابو او ناكامو جاج واخست او د امريكې وګړو لپاره يې سباؤن كښې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده د خپلو هغه لوظونو ذكر هم وكړو كوم چې هغه اقتدار نه پس تر سره كړي او د هغې ذكري يې هم وكړو كوم چې 8 كاله موده كښې تر سره نشوو۔ده ووئيل د امريكې اولس صلاحيتونه يوازې جمهوري نظام كښې په بشپړه ډول كارېدې شي۔ده په خپل خطاب كښې د نوي ټاكلې اولس مشر ډونلډ ټرمپ هېڅ ذكر ونه كړو خو دا يې ووئيل په امن ناك ډول اقتدار منتقل كولو ته اړتيا ده او هم دغه زمونږ طاقت دے۔ ده ووئيل زه به خپل پاتې ژوند د عام وګړي په حېث تيروم۔هيله ده چې يو كتاب هم وليكم۔ده ووئيل جمهوريت كښې كار عمر له ګران وي او كه مونږ د څه يرې ښكار شو نو جمهوريت ته زيان رسېدې شي۔ده ووئيل زه د امريكې مسلمانانو په ضد فرقجن سلوك او تعصب رد كوم۔ده ووئيل د تېرو اتو كلونو په مهال كومې بهرنۍ ترهه ګرې ډلې د امريكې په خاوره بريد نه دې كړی










