کوالالمپور۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د ملائیشیا وزیراعظم ډاکټر مهاتیر محمد د كشمير په حقله په خپل دريځ ولاړ پاتې كېدو سره وئيلي دي دا زمونږ د ضمير غږ دے او هند كښې د ځينو كسانو لخوا د ملائيشين څيزونو بائيكاټ اپيلونو باوجود به مونږ خپل دريځ څخه نه شاته شؤ او نه به دا بدل كړؤ۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې ډاکټر مهاتیر محمد کوالالمپور كښې پارلیمنټ لابی …
د كشمير په حقله بيان زما د ضمير غږ دے ۔ نه ترې په شا كېدې شؤ او نه ئې بدلولې شوو۔ مهاتير محمد

مزید خبریں
کوالالمپور۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د ملائیشیا وزیراعظم ډاکټر مهاتیر محمد د كشمير په حقله په خپل دريځ ولاړ پاتې كېدو سره وئيلي دي دا زمونږ د ضمير غږ دے او هند كښې د ځينو كسانو لخوا د ملائيشين څيزونو بائيكاټ اپيلونو باوجود به مونږ خپل دريځ څخه نه شاته شؤ او نه به دا بدل كړؤ۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې ډاکټر مهاتیر محمد کوالالمپور كښې پارلیمنټ لابی كښې خبريالانو سره خبرې كولې۔ ده ووئيل د كشمير په حقله بيان زما د ضمير غږ دے۔ نه ترې په شا كېدې شؤ او نه ئې بدلولې شؤ۔ ده ووئيل هند ٬ پاكستان او د امريكې په شمول ټول هېوادونه بايد د جمو وكشمير په اړه د ملګرو ملتونو د قراردادونو خيال اوساتي۔ د هند حكومت د اګست په 5 مه نېټه د جمو وكشمير خصوصي حېثيت ختمولو سره سيمه كښې د احتجاجي لاريونونو لاره نيولو له د انټرنېټ او ټیلیفون سروسز معطل كولو سره يو شمېر نور بندېزونه لګولي وو۔ مهاتیر محمد د تېرې ستمبر مياشتې په 28 مه نېټه نيويارك كښې د ملګرو عمومي اسمبلۍ ته خطاب كښې وئيلي وو د جمووکشمیر په اړه د ملګرو ملتونو د قراردادونو باوجود هند په دغې قبضه كړې ده۔ ده په هند زور راوړو چې هغه پاكستان سره په ګډه دا مسئله حل كړي۔ د ډاکټر مهاتیر په بيان د هند په سوشل ميډيا سخت غبرګون رامخې ته شوې او د ملائيشيا د مصنوعاتو په بائيكاټ زور راوړلې شوې۔ مهاتیر محمد ووئيل حكومت به د بائيكاټ د اثرات جاج اخلي ولې اوس به په دې لړ كښې كومه كارروائي نه كېږي ۔ ده ووئيل مونږ ټولو هېوادونو سره د ملګرتيا اړيكې غواړو۔ ده ووئيل ملائيشيا يو تجارتي هېواد دے او مونږ منډيانو ته د رسنې اړتيا لرو ولې مونږ له به د نورو خبره هم كول وي ځكه مونږ چې څه وايو په ځينو هغه ښه لګي او په ځينو بد









