افغان اولس مشر اشرف غني او چيف اېگزېکټیو عبداللہ عبداللہ سره ملاقات

کابل۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د امريكې دفاع وزير مارک اسپر د افغانستان غېر اعلانيه دورې نه سمدستي وروستو د امریکې ایوان نمائندګان سپیکر ننسی پلوسی هم ناڅاپي كابل ته رسېدلې ۔ د افغان میډیا له مخې كابل ته په رسېدو ده افغان اولس مشر اشرف غني سره ملاقات كړے او ده سره ئې د افغان امن خبرو اترو عمل سره سره د افغانستان په صدارتي ټاكنو خبرې كړې۔ …

کابل۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د امريكې دفاع وزير مارک اسپر د افغانستان غېر اعلانيه دورې نه سمدستي وروستو د امریکې ایوان نمائندګان سپیکر ننسی پلوسی هم ناڅاپي كابل ته رسېدلې ۔ د افغان میډیا له مخې كابل ته په رسېدو ده افغان اولس مشر اشرف غني سره ملاقات كړے او ده سره ئې د افغان امن خبرو اترو عمل سره سره د افغانستان په صدارتي ټاكنو خبرې كړې۔ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې افغان اولس مشر ووئيل امن افغانستان لپاره تر ټولو وړومبنۍ ترجيح ده ولې داسې امن چې د افغانانو په مشرۍ كښې وي او په دې كښې د آئين او مېرمنو حقونه محفوظ وي۔ د افغانستان اولس مشر زياته كړه چې داعش او القاعده ترهګرې ډلې اوس هم د ددې هېواد سلامتيا له سختې خطرې دي۔ د افغانستان چیف اېګزېکټیو عبداللہ عبداللہ ننسی پلوسی سره ملاقات كښې ووئيل حقيقي امن د افغان اولس په ترجيحاتو كښې دے او قامي حكومت امن راوستو او جنګ ختمولو له هر ډول مرسته كولو له چمتو دے۔

مزید خبریں