د هند په اترپردېش ايالت كښې په يوه ودانې كښې د سلنډر په چاودنه كښې 10 كسان مړه او 30 ژوبل شوي

اترپردېش 14 اکتوبر (اے پي پي) د هند په اترپردېش ايالت كښې په يوه ودانې كښې د سلنډر په چاودنه كښې 10 كسان مړه او 30 ژوبل شوي دي۔ د هند خبر رسنې ادارې له مخې دا پېښه د اترپردېش په ماؤ ضلع كښې سهار وختي رامېنځ ته شوې چرته چې په يوه ودانې كښې ناشته تيارول كېدله۔ ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي او د ملبې نه كسان راويستلو لپاره كار روان دے