مصري فټ بالر محمد صلاح له اسلام څخه كركه كوؤنكې انګرېز مسلمان كړو

قاهرہ ۔ 4 اکتوبر (اے پی پی) له مصری فټ بالرمحمد صلاح څخه متاثره كېدو سره اسلام او مسلمانانو نه سخته كركه كوؤنكې انګرېز بېن برډ مسلمان شوې۔ د العربيه ټي وي لمخې د اسلام قبولوونكي انګرېز وېنا وه چې ما اسلام نه ډېره كركه كوله ولې د لېور پول فټ بالر محمد صلاح چې د اسلام كوم صحيح عكس وړاندې كړې نو زه ددغې عكس او اسلامي تعليماتو نه ډېر زيات متاثره شوم او ما د اسلام قبولو او مسلمان كېدو پرېكړه وكړه۔ دی ګارجین ورځپاڼې سره مركه كښې بېن برډ ووئيل ما د محمد صلاح لامله د اسلامو فوبیا لاره پرېښودلې ده او مسلمان جوړېدو كښې مې خوښي ولرله۔ ده ووئيل زه محمد صلاح سره ملاقات كول غواړم چې ورسره مصافحه وكړم٬ دده مننه وكړم او ورته ووايم چې زه ستا په بركت مسلمان شوې يم۔