د ګلګت بلتستان وزيراعلٰي په نلتر كښې د 14 مېګاواټه د توان د پروژې پرانسته وكړه

ګلګت 07 جنوري (اے پي پي) د ګلګت بلتستان وزيراعلٰي حافظ حفيظ الرحمان د ګلګت په نلتر سيمه كښې د 14 مېګاواټه د توان د پروژې پرانسته وكړه۔ په دې پروژه 3 كروړه 80 لكه روپې لګښت راغلې او د 28 مياشتو په لنډه موده كښې ترسره شوې۔ په دې لړ كښې د خالي په ورځ په نلتر كښې يوه دستوره وشوه۔ دستورې ته په خپله وېنا كښې د ګلګت …

ګلګت 07 جنوري (اے پي پي) د ګلګت بلتستان وزيراعلٰي حافظ حفيظ الرحمان د ګلګت په نلتر سيمه كښې د 14 مېګاواټه د توان د پروژې پرانسته وكړه۔ په دې پروژه 3 كروړه 80 لكه روپې لګښت راغلې او د 28 مياشتو په لنډه موده كښې ترسره شوې۔ په دې لړ كښې د خالي په ورځ په نلتر كښې يوه دستوره وشوه۔ دستورې ته په خپله وېنا كښې د ګلګت بلتستان وزيراعلٰي ووئيل چې دې پروژې سره به په ګلګت ښار كښې لوډشېډنګ تر كافي حده كم شي۔ ده ووئيل چې دا پروژه د پاكستان او چين د دوستې يو لوي مثال دے۔

مزید خبریں